پوسټ کوډ ۴۷۸۸۸
نیټه خپرول: شنبه ۱۳ کب ۱۳۹۰ ۱۹:۳۴

ولسي جرګه به راروانه سې شنبه کاندید وزیرانو ته د باور رایه ورکړي

ټاکل شوې د افغانستان ولسي جرګه د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ کاندیدو وزیرانو ته د باور رايې ورکړي.

د نن په غونډه کي فواید عامې وزارت ته کاندید نجیب الله اوژن او ورپسې د ښارجوړونې وزارت ته کاندید حسن عبدالهي د ولسي جرګې غړو ته خپل کاري پروګرامونه توضیح کړه او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه ووایه.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر چې د غونډې د یوې برخې مشري یې کوله وویل، چې د کاندیدو وزیرانو د پروګرامونو وړاندې کول لا هم دوې ورځې دوام لري.

تمه کیږي، چې سبا به هم ډاکتر ثرایا دلیل، محمد اسماعیل، داوود علي نجفي او امیرزی سنګین د روغتیا، اوبو او برېښنا، ټرانسپورټ او مخابراتو وزارتونو لپاره کاندید وزیران خپل کاري راپورونه وړاندې کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement