پوسټ کوډ ۴۷۸۵۷
نیټه خپرول: جمعه ۱۲ کب ۱۳۹۰ ۱۸:۴۹

د کانګریس یوه چارواکي له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره مخالفت وکړ

اوباما غوا?ي چ? د س?کال د سپ?مبر تر مياشت? په افغانستان ک? د خپلو ?واکونو شم?ر ?? زرو ته راکم کاندي. حاضر دمه په افغانستان ک? ?? زره امريکايي پو?يان م?شت دي.

تاند- د امریکا د کانګریس د استازو د جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس وايي، په افغانستان کې د امریکايي اډو او پوځي مرکزونو امنیتي مسوولیت دې افغان ځواکونو یا خصوصي قرادادیانو ته نه ورکول کېږي ځکه چې دا کار له لسو کلونو وروسته له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو مهالوېش له ستونزو سره مخامخولی شي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي هاوارډ بک مک کیان په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پر امریکايي عسکرو او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو پر پوځیانو د حملو په باب د پنجشنبې په ورځ یوه لایحه وړاندې کړه.

تېره میاشت په یوه استماعیه غونډه کې د امریکا پوځ وویل چې له ۲۰۰۷ څخه د سږکال د جنورۍ تر میاشتې پوري د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې نفوذي عناصرو د ناټو پر ځواکونو تر ۴۵ زیاتې حملې کړي چې په سلو کې ۷۵ یې په وروستیو دوو کلونو کې شوي دي.

په وروستیو له تشدده ډکو مظاهرو کې، چې په بګرام کې د قرآنکریم د سوځېدو په اعتراض کې وشوې، د امریکا دوه پوځیان د افغان عسکرو په ډزو ووژل شول. خو په مجموع کې په وروستیو ورځو کې شپږ تنه امریکایان د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

مک کیان نیوزمیکر تلویزیون ته په مرکه کې وویل، «جګړه بد شی دی، موږ خپل ځوانان هلته خطر ته لېږلي دي. دوی باید په خپلو اډو کې د امنیت اندېښنه ونه لري.»



مک کیان همداراز له افغانستانه د شل زره امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر بارک اوباما له مهالوېش سره مخالفت وکړ، ویې ویل، دا اقدام تر وخت مخکې دی.

ده زیاته کړه: په دې برخه کې ښايي د نظر اختلاف وي، خو د ده په نظر امریکايي پوځیان باید د جګړې په اصلي فصل کې د جګړې په میدان کې وي.

که د امریکا ولسمشر دا لایحه رد کړي، باید کانګریس ته ډاډ ورکړي چې خصوصي قراردادیان یا د افغانستان د عامه نظم ساتونکي د امریکا د پوځ په شان د امریکايي اډو ساتنه کولی شي.

د امریکا متحد ایالتونه او د هغه ناټو متحدانو د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې موافقه وکړه چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به په افغانستان کې خپل حربي ماموریت پای ته رسوي. دوی به خپل تمرکز د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته اړوي.

اوباما غواړي چې د سږکال د سپټمبر تر میاشتې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۶۸ زرو ته راکم کاندي. حاضر دمه په افغانستان کې ۹۰ زره امریکايي پوځیان مېشت دي.

د امریکا د استازو د جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس مک کیان سږ کال له افغانستانه د شل زره امریکايي پوځیانو له ایستلو سره مخالف دی او وايي چې دا پوځیان باید سږکال د جګړې په ټول فصل کې په افغانستان کې پاتې شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement