پوسټ کوډ 47854
نیټه خپرول: جمعه 12 کب 139018:34

د افغانستان په اړه خپله پالیسي نه بدلوو

په ناټو کې د امریکا سفیر ″ایوو ډالدېر″ (Ivo Daalder) وايي، چې پر امریکايي سلاکارانو او پوځیانو له وروستیو حملو سره سره نړیوال ايتلاف په افغانستان کې خپلې پالیسۍ ته ژمن دی.

د امریکا د ناټو سفیر په شیکاګو ښار کې چې د مې په ۲۱ مه د ناټو سرمشریزه په کې جوړېږي خبرې کولې.

ډالدېر د بګرام په پوځي اډه کې د امریکايي پوځیانو له خوا د قرآنکریم د سوځولو له پېښې وروسته رامینځ ته شویو حالاتو ته اشاره وکړه، ټینګار یې وکړ، چې د امریکا اوسنۍ پالیسي سمه ده او زیاته یې کړه، موږ ژمن یو چې همدې پالیسۍ ته به دوام ورکوو.

د شیکاګو په سرمشریزه کې افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو د دوهم پړاو په اړه بحث وشي.

لویدیځ چارواکي هیله مند دي، چې په بګرام کې د قرآنکریم د سوځولو له پېښې وروسته رامینځ ته شوی کړکېچ به ډېرژر سوړ شي؛ څو دوی یوځل بیا پر نورو مهمو مسایلو تمرکز وکړای شي، ځکه چې په 2014 کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې ګڼ مهم مسایل پاتې دي؛ چې باید د حل لارې ورته وموندل شي.

د تېرې شنبې په ورځ د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو جګپوړو امریکايي منصبدارانو وژل کېدو د امریکا د دې ستراتيژۍ په اړه شکونه راوپارول؛ چې په افغانستان کې د خپلوځواکونو د کمولو په درشل کې له افغان ځواکونو سره د همکارۍ په مقصد غواړي، چې د پوځي قطعو پرځای پوځي سلاکاران وګوماري.

د کورنیو چارووزارت له پېښې وروسته لومړی ناټو، ورپسې برتانیا او جرمني د افغان حکومت له وزارتخانو څخه خپل سلاکاران ټول واېستل که څه هم د ځينو دولتي ادارو بهرني سلاکاران اوس بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي.

په ناټو کې د امریکا سفیر ايوو ډالدېر چې په شیکاګو کې، د نړیوالو چارو شورا ته وینا کوله وویل، که څه هم هغه څه چې په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې پېښ شول د منلو نه دي او موږ یې غندو خو خپله پالیسي د څو خواشینوونکو پېښو پر بنسټ نشو ټاکلای

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement