پوسټ کوډ ۴۷۷۰۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ کب ۱۳۹۰ ۱۶:۵۲

پاکستان په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن کور ونړاوه

تاند - پاکستاني مقاماتو په ایبټ اباد کې د کاکول د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ د اسامه بن لادن کور په نړولو پیل کړی دی.

اسامه بن لادن تېر کال د مې په میاشت کې په همدغه کور کې د امریکا د خاصو ځواکونو له لوري ووژل شو.

د پاکستان د جیو تلویزیون د راپور له مخې د اسامه د کور، چې پاکستان یې ځان ته سپکاوی بولي، د نړولو چارې پرون ناوخته د بیلدوزرونو په وسیله پیل شوې.

پاکستاني رسنیو تېره شپه ناوخته وویل چې د اسامه د کور پر نړولو څو بلډزرونه په یو وار کار کوي او ممکن تر نن سهاره به هوار شوی وي.

دا کور په ۲۰۰۵ میلادي کال په شاوخوا دوه جریبه مځکه کې جوړ شوی و.



راپورونه وايي چې د پاکستان پوځ د بن لادن د کور شاوخوا سیمه کلابنده کړې او د خبریالانو په شمول هیڅوک نه پرېږدي چې دې سیمې ته لاړ شي.



د پاکستان حکومت او پوځ تراوسه پوري په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement