پوسټ کوډ ۴۷۶۵۸
نیټه خپرول: شنبه ۶ کب ۱۳۹۰ ۱۶:۲۶

نهه تنه کاندید وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو اخيستو لپاره معرفي شول

د افغان کابینې پاتې نهه غړي نن ولسي جرګې ته د باور رای د اخستلو لپاره وروپیژندل شول.

په ولسي جرګه کې د ازادۍ راډیو د خبریال په وینا د کابینې په نومانده غړو کې د کلیو د پراختیا لپاره نوماند وزیر ویس برمک، لوړو زده کړو ته نوماند عبیداله عبید، مخابراتو ته نوماند وزیر امیرزی سنګین، ښځو چارو وزارت ته نومانده میرمن حسن بانو غضنفر، ښاري پراختیا ته نوماند حسن عبدالهي، فواید عامې ته نوماند انجنیر نجیب اله اوجند، ټرانسپورټ وزارت ته نوماند داوود علي نجفي، عامې روغتیا ته نومانده وزیره ثریا دلیل او اوبو او برښنا وزارت ته نوماند اسماعیل خان شامل دي.

دا نومانده وزیران د ولسمشر د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي لخوا د جرګې غړو ته ورپیژندل شوي او تمه ده، چې په نږدې ورځو کې ورته د باور رای ورکولو بهیر پیل شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement