پوسټ کوډ ۴۷۵۵۶
نیټه خپرول: سه شنبه ۲ کب ۱۳۹۰ ۱۰:۴۶

هلمند کې وسله والو طالبانو څلور تنه د جاسوسی په تور وژلي

د هلمند چارواکي وایې، چې وسله والو طالبانو په واشیر ولسوالۍ کې څلور تنه د جاسوسې په تور وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند داوود احمدي ازادۍ راډیو ته ویلې، چې وسله والو مخالفینو له دې امله د تیرې یکشنبې په ورځ له دغو کسانو سرونه پري کړي، چې سټلایټ ټیلیفونونه ورسره وو.

ښاغلي احمدي وایي، چې وژل شوېو کسانو له دولت سره اړیکه نه درلوده او په دې خاطر یي ښايي له سټلایټ تیلیفونو کار اخیستی وی، چې هلته د مخابراتي شبکو انټونه نشته او فعالیت نه کوي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement