پوسټ کوډ 47536
نیټه خپرول: دوشنبه 1 کب 139016:18

حامدکرزي په کندهارکې تروریستي بریدونه وغندل


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي هغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل چې له امله یې دکندهار په ولایت کې یوشمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

دکندهار د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، نن د کندهار ښار څلورمې حوزې ته څیرمه د افغانستان د خلکو د ښمنانو له چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر وچولو چې له امله یې دیوې ماشومې نجلې په شمول دوه تنه شهیدان او درې تنه نور ټپیان شول.

همدا راز پرون دکندهار ولایت د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې یو پیکپ موټر د تروریستانو او د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په ښخ کړای شوي ماین وخوت چې له امله یې د یو ماشوم په شمول څلورتنه ملکي وګړي شهیدان شول.

حامدکرزي پر ملکي وګړو برید یو ډارن عمل وباله او دهغه ترسره کوونکي یې دپردیو ډارن مزدوران او دانسانیت دښمنان وبلل چې نه غواړي دخدای بنده ګان دځمکې پرمخ په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.

حامدکرزی هر تروریستي عمل چې په هره بڼه او هرنامه وي په کلکه غندي او ترسره کوونکي یې دافغانستان او داسلام دمقدس دین دښمنان ګڼي.

جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement