پوسټ کوډ ۴۷۴۶۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۷ سلواغه ۱۳۹۰ ۱۲:۵۶

حامدکرزی د یو درې ورځني رسمي سفر لپاره پاکستان ته روان شو

د افغانستان جمهوررئیس به د افغانستان، پاکستان او ایران د هېوادونو د مشرانو
په درې اړخیزه غونډه کې پر ګډون سربیره د پاکستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس
آصف علي زرداري او د دغه هېواد له صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني سره په جلا جلا
ډول وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سیاسي، اقتصادي، د ترهګرۍ پرخلاف د ګډې
مبارزې، د سولې د ګډ کمیسیون په اډانه کې د دواړو هېوادونو د لا ډیرو همکاریو
په اړه د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې خبرې وکړي.

همدا راز حامدکرزی به د پاکستان د مسلم لیګ ګوند له مشر نواز شریف، د فضل
الرحمن د برخې د جمعیت علما د رهبرۍ د شورا له غړو، د شیرپاو د برخې د خلکو د
ګوند له مشر افتاب احمد خان شیرپاو او د سمیع الحق د برخې د جمعیت علمای
اسلام له مشر مولانا سمیع الحق سره وګوري.

د هېواد له جمهوررئیس سره پاکستان ته په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر
زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د
عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او د جمهوري ریاست ویاند او د مطبوعاتي
دفتر رئیس ایمل فیضي ملګرتیا کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement