پوسټ کوډ ۴۷۴۰۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۴ سلواغه ۱۳۹۰ ۰۹:۵۴

پر کونړ او کاپیسا د ناټو په هوا

د کاپيسا ولايت ته استولي پلاوي هم تاييد ک?ه چ? د د? ولايت په نجراب ولسوال? ک? په وروستيو ک? د نا?و په هوايي بمبار? ک? اته ماشومان وژل شوي دي.

د جمهوريی ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کونړاو کاپیسا کې د ناټو په هوایي بمباریو کې د ملکي تلفاتو د ادعاو د څیړونوپه هدف دې ولایتونوتو استول شویو هیتونو پرون د ملي امنیت د شورا غونډې ته چې مشري یې ولسشمر کرزي کوله، خپل راپورونه وړاندې کړل.

کونړ ته د استول شوي هیت مشرمولوي شهزاده شاهد وویل، چې له سیمه ییزو چارواکو او د خلکو له استازیو سره له خبرو وروسته معلومه شوه، چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ناټو په ورستۍ بمباري کې اوه بې ګناه کسان چې اکثره یې د یوې کورنۍ غړي دي، وژل شوي دي.

د کاپیسا ولایت ته استولي پلاوی هم تایید کړه چې د دې ولایت په نجراب ولسوالۍ کې په وروستیو کې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې اته ماشومان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د کونړ او کاپیسا ولایتونو خلکو له ولسمشرحامد کرزي څخه په کلکه غوښتي چې د شپې ناټو ځواکونو د عملیاتو مخه ونیسي.

ناټو ویلي، چې په یادو ولایتونو کې د ملکي تلفاتو په اړه څیړنه کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement