پوسټ کوډ ۴۷۳۱۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۹ سلواغه ۱۳۹۰ ۱۱:۱۳

د کابل هوايي ډګر د امنیت مسوولیت پرتګالي ځواکونه په غاړه اخلي

تاند- د کابل د هوايي ډګر د امنیتي چارو مسوولیت دوو پرتګالي او درو نورو ټولیو ته سپارل کېږي.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې درې نور ټولي به د کوم هیواد وي خو دا ثابته شوې چې قومانده به یې د پرتګالي ځواکونو په لاس کې وي.

دا خبره د سې نشبې په ورځ د پرتګال دفاع وزیر د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې وکړه. بروکسل د ناټو مرکز هم دی.

د پرتګال دفاع وزیر یوزې پیدرو اګوایر برانکو (Jose Pedro Aguiar-Branco)، چې په بروکسل کې یې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې ترڅنګ خبرې کولې، تایید کړه چې ځواکونه به یې د بلجیمي ځواکونو پر ځای د کابل په هوايي ډګر کې مېشت شي.
پرتګالي پوځیان به د جون له میاشتې د کابل هوايي ډګر مسوولیت په غاړه واخلي او ښايي دا هیواد تر هغو پوري په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر هم زیات کړي خو اکثره پرتګالي پوځیان به هغه عسکر وي چې حاضر دمه د افغانستان په نورو برخو کې د ناټو ترمشرۍ لاندي د ایساف په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د پرتګال دفاع وزیر وویل:«موږ په افغانستان کې ۲۳۲ سرتېري لرو او دا پوځیان به مو د کابل د هوايي ډګر په ساتنه کې برخه واخلي.»

د پرتګال دفاع وزیر له افغانستانه د ځواکونو د ژر ایستلو په اړه د ناټو د بېلابېلو هیوادونو د چارواکو د څرګندونو په اړه وویل، پرتګال به له افغانستانه خپل پوځیان د لیزبون د غونډې له پرېکړې سره سم وباسي.

ده وویل چې په دې موضوع هم تاکید وشو او لا هم په همدې خبره ټینګار کوي چې مهالوېش د لیزبون په سرمشریزه کې ټاکل شوی او هماغه عملي کوي.

د ۲۰۱۰ کال په دوبي کې د پرتګال په لیزبون کې د ناټو په سرمشریزه کې پرېکړه وشوه چې د ناټو ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي او امنیتي مسوولیتونه به افغان ځواکونو ته وسپاري.

خو د فرانسې په شمول د ناټو ځیني غړي هیوادونه اصرار کوي چې په ۲۰۱۳ کال کې خپل پوخیان باسي او امنیتي مسوولیتونه تر ټاکلي مهال مخکې افغان ځواکونو ته سپاري.



د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونو په ځلونو له ناټو ځواکونو د مسوولیتونو منلو ته تیاري ښوولې خو په عین حال کې یې ویلي چې افغان ځواکونه دې په ښو وسلو سمبال کړي.



برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement