پوسټ کوډ 47278
نیټه خپرول: دوشنبه 17 سلواغه 139012:42

د خوست په عملیاتو کې مشکوک وسله وال نیول شوي

ایتلافي ځواکونه وايي، د خوست په لکڼو سیمه کې یې تیره شپه په تصفوي عملیاتو کې یو شمیر مشکوک وسلوال مخالفین نیولي دي.

په خوست کې د ایتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل، چې په دغو کسانو کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قومندان هم شامل دی.

بل خوا په خوست کې د ملي اردو یوه مسوول د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته دغه خبر تایید کړ او ویې ویل، نیول شوي کسان ایتلافي ځواکونو د تحقیقاتو لپاره له ځان سره بولي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement