پوسټ کوډ 47203
نیټه خپرول: چهارشنبه 12 سلواغه 139013:15

په جنوبي ولایتونو کې ۴ ټنه نشه يي توکي نیول شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د ملي اردو ځواکونو د هېواد په جنوبي ولایتونو کې څلویښت ټنه نشه یې مواد نیولي دي.

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي اردو د عملیاتو پرمهال د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې څلویښت زره کیلو ګرامه اومه چرس اود هلمند په ناوې او مارجې ولسوالیو کې یې څلوراتیا کیلو ګرامه اپین نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو ځواکونو ته د عملیاتو پرمهال یوه اندازه وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement