پوسټ کوډ ۴۷۰۳۸
نیټه خپرول: شنبه ۳ مرغومی ۱۳۹۰ ۱۲:۰۰

فرانسې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو خبرداری ورکړ

نن د کاپيسا ولايت په ت?اب ولسوال? ک? يوه افغان عسکر پر فرانسوي پو?يانو ?ز? وک?? ا

تاند - فرانسې نن وروسته له دې چې د دغه هیواد څلور سرتېري په افغانستان کې د ملي اردو د یوه عسکر له لوري ووژل شول، خبرداری ورکړ چې خپل پوځیان به له دې هیواده وباسي.

نن د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې یوه افغان عسکر پر فرانسوي پوځیانو ډزې وکړې او د افغان ځواکونو او د هغو د لوېدیځو متحدانو ترمنځ یې بې باوري نوره هم زیاته کړه.

د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي د دې پېښې په عکس العمل کې وویل، په افغانستان کې د فرانسوي پوځیانو عملیات درول شوي او دفاع وزیر یې افغانستان ته لېږلی چې د وروستۍ پېښې د علت په باب مالومات ترلاسه کړي.

سرکوزي وویل، که امنیتي شرایط په واضح ډول څرګند نه شي له افغانستان څخه د فرانسوي پوځیانو د ژر ایستلو امکان زیاتېږي.

همداراز ویل شوي چې فرانسه له افغان پوځیانو سره د ګډو عملیاتو د ځنډولو په څنګ کې د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام هم تر نامالوم وخته ځنډوي.

ولسمشر نیکولای سرکوزي وویل، دا اقدام د افغانستان په ختیځ کې د ملي اردو د یوه غړي له خوا د څلورو فرانسوي پوځیانو د وژنې له پېښې وروسته کېږي.

سرکوزي وویل، د یوه افغان سرتېري له خوا د یوه فرانسوي عسکر وژنه د منلو وړ نه ده: «موږ د افغانانو د وستان او د افغانانو متحدان یو خو زه دا نشم منلای چې افغان سرتېري دې پر فرانسوي سرتېرو ډزې وکړي. که امنیتي حالت ښه نشي، نو ښاي له افغانستانه د فرانسوي پوځيانو د احتمالي وتلو مسئله هم راپورته شي.»

افغان چارواکي وايي د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې په دې پېښه کې اوولس فرانسوي سرتېري هم ټپیان دي. ناټو په یوه اعلامیه کې ویلي چې قاتل د دوی له خوا نیول شوی دی.

فرانسه په افغانستان کې څه باندې درې نیم زره پوځیان لري چې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو په چوکاټ کې فعالیت کوي.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې تراوسه اتیا فرانسوي سرتېري د افغانستان په جګړو کې وژل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې ناټو ویلي دي چې په هلمند کې د یوې هیلیکوپټرې د لوېدو په پېښه کې يې شپږ عسکر وژل شوي دي.

د ناټو يوه وياند رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د امريکايي پوځ دا الوتکه پرون راولوېده.

ناټو که څه هم ویلي دي چې د پېښې په ځاى کې د سخت دريځو وسله والو د فعاليت څرک نه ليدل کېده خو زیاتوي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

د تېر ميلادي کال له اګست مياشتې وروسته چې په میدان وردګو کې د یو هیلیکوپټر د سقوط په پېښه کې دېرش امریکايي سرتېري ووژل شول، دا د ناټو ځواکونو لپاره ترټولو زیاته خونړۍ پېښه ګڼل کېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement