پوسټ کوډ ۴۷۰۳۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۰ ۱۹:۱۸

د کندهار هوايي ډګر مخ ته ځانمرګی برید شوی

څو شیبې مخکې د کندهار د هوايي ډګر مخ ته د امریکا په ځانګړېو ځواکونو یوه ځان وژونکې حمله شوې.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قل اردو قوماندان جنرال عبدالحمید وردګ ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په سیمه کې شپږ تنه ملکیان وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي.

په سیمه کې یو عیني شاهد ویلي، چې د امریکايي ځواکونو په موټر هم اور بل وو، خو دولتي چارواکو بیا د امریکایي ځواکونو د وژنې په هکله څه نه دي ویلي.

د دغې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې یې تر لسو زیات امریکايي ځواکونه وژلي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement