پوسټ کوډ ۴۶۹۹۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۷ مرغومی ۱۳۹۰ ۱۸:۱۳

د نشه يي توکو لس تنه قاچاق وړونکي نیول شوي

ایساف ځواکونه وایي، چې د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې یې د نشه یي توکو د شبکې لومړی او دوهم درجه کسان نیولي دي.

د ایساف ځواکونو له خوا په خپره شوی اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات افغان ځواکونو د جنوري په دیارلسمه نیټه کړي، چې په ترڅ کی یې حاجي باندو ګل او د هغه واوره سوچه ګل له اتو تنو سره نیول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي د دی شبکې مخکنۍ مشر باغچه، چې د حاجي باندو ګل ورور دی، د نشه یي توکو د قاچاق په تور له دوه زره نهم میلادی کال راهیسې په امریکا کې بندي دی.

اعلامیه وایي، دا کسان وروسته له هغې نیول شوي، چې ولسمشر کرزي د وزیرانو په شورا کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله، چې د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه جدي کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement