پوسټ کوډ ۴۶۹۹۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۷ مرغومی ۱۳۹۰ ۱۸:۰۹

د بګرام له زندانه خوشي بندیان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د بګرام له زندان څخه څه موده مخکې خوشې شوي شپږ کسان په هلمند کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د هلمند له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دغه بندیانو کې درې تنه د هلمند، او درې نور د هرات، کندهار او ارزکان ولایتونو اوسیدونکي وو.

په اعلامیه کې راغلي، چې د سولې د ولایتي کمیټې مشر شاولي خان له دغو خوشې شوېو یو بندیانو څخه غوښتي، څو د سولې په بهیر کې له دوی سره مرسته وکړي.

بل خوا له کندهار څخه په یو خبر کې ویل شوي، چې وسله والو مخالفینو د ډنډ ولسوالۍ د اصلاحي شورا غړی وژلی دی.

د کندهار مطبوعاتي دفتر وایي، حاجي محمد نعیم چې په اغا ماما مشهور و، نن سهار د کندهار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې د سهار د لمانځه پر مهال په ‌ډزو وژل شوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement