پوسټ کوډ ۴۶۹۵۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۶ مرغومی ۱۳۹۰ ۰۸:۵۶

د بشري حقونو کميسيون د توقيفځايونو په اړه راپور خپروي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په نژدې راتلونکي کې د افغان دولت تر ولکې لاندې زندانونو په اړه راپور خپروي، په دې راپور کې به هغه ستونزې په بشپړ تفصيل سره بيان شي چې په دغو توقيفځايونو کې شته.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر حامد کرزي په يوه فرمان کې ويلي، هغه زندانونه بايد افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي، دا مهال د بهرنيانو په کنټرول کې دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون وايي په روان کال کې يې د حکومتي توقيفځايونو څارنه کړې او د دې توقيفځايونو د وضعيت په اړه يې يو بشپړ راپور برابر کړى دى.

د دغه کميسيون اجراييوي رئيس محمد موسى محمودي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې د توقيف ځايونو په باب دغه راپور به ډېر ژر بشپړ او خپور شي:

”کميسيون به د افغانستان په اکثرو ولايتونو کې د خپلو دوامدارو، منظمو او اړخيزو څارنو نتيجه د يوه راپور په بڼه خپره کړي. پخوا او هم اوس، موږ په افغانستان خصوصاً په توقيف ځايونو کې د قوانينو په تطبيق کې ستونزې درلودې، د خلکو د بشري حقونو په تامين، ساتنه، رعايت او درناوي کې ستونزې موجودې وې”

ولسمشر حامد کرزي څه موده کې په يوه فرمان کې امر وکړ د ټولو هغو زندانونو او توقيفځايونو مسووليت دې افغانانو ته وسپارل شي، چې دا مهال د بهرنيو ځواکونو په کنټرول کې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون یوه چارواکي چې د نامه له ښودلو یې ډډه کړې واشنګتن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، اصلاً موږ د زندانونو د چارو سپارلو ته چمتو نه یو. دغه چارواکي ويلي د افغانستان تر کنټرول لاندې توقيفځايونو او زندانونو کې د بنديانو بشري حقونو ته درناوى نه کېږي.

خو په ځينو راپورونو کې ويل شوي بهرني ځواکونه ځکه بنديان افغان لوري ته نه سپاري، چې دغه بنديان په افغان زندانونو او توقيف ځايونو کې شکنجه کېږي او حقوق يې تر پښو لاندې کېږي.

افغان ولسمشر د مرغومي يا جدي پر پنځملسه له امريکا څخه وغوښتل چې د بګرام زندان مسووليت دې په يوه مياشت کې افغان چارواکو ته وسپاري.

ولسمشر کرزي دا غوښتنه وروسته تر هغه وکړه چې په قطر کې د امريکا او وسلوالو طالبانو ترمنځ د مستقميو خبرو مسئله توده شوه او افغان دولت څنډې ته پاتې شو.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون به په خپل تازه راپور کې د توقيف ځايونو او زندانونو له مسوولانو په ټينګار سره وغواړي چې د بنديانو بشري او نورو حقونو ته درناوى وکړي او له ځورولو يې لاس واخلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement