پوسټ کوډ ۴۶۹۳۵
نیټه خپرول: شنبه ۲۴ مرغومی ۱۳۹۰ ۱۹:۰۶

د هېواد په مخابراتي سکتور کې د سیمې د استخباراتو نفوذ

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په هېواد کې په فعاله مخابراتي شبکو کې د سیمې د استخباراتو سره د تړلو عناصرو ممکنه نفوذ نه ردوي.

د مخابراتو سرپرست وزیر انجنیر امیرزي سنګین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چي په وروستیو کې یې دوه پاکستاني وګړي د مشکوکو فعالیتونو په تور له کاره یې ایستلي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې له نهه زرو څخه ډیر کسان په دې برخه کې کار کوي، چې ډیري یې پاکستانیان او هندیان  دي.

د افغانستان په مخابراتي سکتور کې د بهرنیو استخباراتو نفوذ یوه بله اندېښنه ده، چې په دولتي یا غیر دولتي ادارو کې یې یادونه کیږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement