پوسټ کوډ 46869
نیټه خپرول: چهارشنبه 21 مرغومی 139009:33

د پاکستان ولسمشر له خپلې دندې استعفا ورکړه

د ولسمشر زرداري وياند زياته ک?? ده چ? دد? موضوع يعن? د ستر? محکم? له خوا له ?يلاني ?خه د واک اخيستلو ?وا? او د زرداري د استعفا په ا?ه د? دد? ه?واد د پارلمان په نن? غون?ه ک? بحث او پريک?ه وشي.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ددغه هېواد ددولت د متحدو ګوندونو د مشرانو په بېړنۍ ناسته کې خپله استعفا ورکړې ده.
د ایرنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان له لومړي وزیر څخه د واک د اخیستلو په اړه ددغه هېواد د سترې محکمې له ګواښ وروسته ولسمشر آصف علي زرداري بیګاناوخته د دولت د متحدو ګوندونو له لوړ پوړو مشرانو سره په غونډه کې ،بېړنۍ غونډه جوړه کړه.
د پاکستان د ولسمشر ویاند، فرحت الله بابر ویلي دي چې زرداري او ګیلاني ددولت د متحدو پنځو لوړ پوړو غړو او مشرانو سره یوځای بیګا ناوخته له ګیلاني څخه د واک د اخیستلو د ګواښ په اړه بېړنۍ ناسته جوړه کړه .
د پاکستان د سترې محکمې پنځه کسیزه کمیسیون بیګا اعلان وکړ چې ددغه هېواد د ولسمشر زرداري په شمول د لوړ پوړو دولتي چارواکو او کسانو د پیسو وینځلو او مالي فساد ددوسیو په جریان کې نه اچولو له امله ددغه هېواد له لومړي وزیر، یوسف رضاګیلاني څخه قانوني واک اخیستل کېږي.
د بابر په وینا په دې بېړنۍ ناسته کې ګډون کوونکو خپلې خبرې د نوي سیاسي وضعیت او د پاکستان د مرکزي دولت او د پيپلز ګوند پر وړاندې اوسنیو خاصو بدلونونوته چې د ترسره کېدو په حال کې دي بیلې کړې وې .
د پاکستان خبري چینلونو اعلان وکړ چې زرداري په دې ناسته کې د پاکستان لپاره د خپلو مثبتو اقداماتو او سرښندنو ته په اشارې سره وویل چې له هیڅ کس یاډلې ویره نه لري او په همدې ناسته کې خپله استعفا وړاندې کوي.
د ولسمشر زرداري ویاند زیاته کړې ده چې ددې موضوع یعنې د سترې محکمې له خوا له ګیلاني څخه د واک اخیستلو ګواښ او د زرداري د استعفا په اړه دې ددې هېواد د پارلمان په ننۍ غونډه کې بحث او پریکړه وشي.
بابري همدارنګه اعلان وکړ چې زرداري د دولت د متحدو ګوندونو د مشرانو په بېړنۍ غونډه کې د ګډون لپاره بیګا له کراچۍ څخه اسلام آباد ته تللی دی.
د پاکستان سترې محکمې پرون ددغه هېواد له لومړي وزیر څخه د احتمالي واک اخیستلو په اړه اعلان کړی و چې ګیلاني د ځان په ګټه د اساسي قانون د اجراکېدو لپاره عمل نه دی کړی او هغه د اساسي قانو اجراکېدو ته د ژمنتیا پرځای یوازې د پيپلزګوندته خپله ژمنتیا ښودلې ده.
د پاکستان د خبري رسنیو د رپوټونو له مخې د پاکستان ددولت مخالفو ګوندونو څوڅو ځلې د سویس په بانکونوکې د زرداري د مالي حسابونو د موضوع پر جاجونې ټینګار کړی دی او ددغه هېواد له سترې محکمې او لوړو قضايي مراجعو یې غوښتي دي چې ددې مهمې مالي موضوع د جاجونې او تحقیق لپاره دې له دولته ځواب وغواړي.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement