پوسټ کوډ ۴۶۸۰۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۹ مرغومی ۱۳۹۰ ۰۸:۳۸

د ایساف یو سرتیری په جنوب کې وژل شوی

ايساف ځواکونه وايي، چې يو سرتېرى يې پرون د افغانستان په جنوب کې ظاهراً د افغان ملي اردو د يوه عسکر په ډزو وژل شوى دى.

د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونو په خپله اعلاميه کې په دې باب نور جزئيات نه دي ورکړي.

خو ځينو چارواکو ويلي چې پېښه په زابل ولايت کې شوې ده او د ملي اردو درېيو سرتېرو د سپورټ پر مهال پر ناټو ځواکونو ډزې وکړې چې يو بهرنى سرتېرى يې وواژه او ٦ نور يې ټپيان کړل.

چارواکي وايي په ځوابي ډزو کې يو افغان سرتېرى ووژل شو او دوه نور وتښتېدل. په دې باب څېړنه پيل شوې ده.

په دې وروستيو کې په ورته پېښو کې د بهرنيو ځواکونو د وژنې پېښې زياتې شوې دي.

په روانه ميلادي مياشت کې چې نن يې نهمه ده په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېرو ١١ ته پورته شو، چې اکثريت يې امريکايان دي.

سرچینه: ازادی رادیو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement