پوسټ کوډ ۴۶۶۴۵
نیټه خپرول: شنبه ۱۰ مرغومی ۱۳۹۰ ۱۸:۱۷

د پولیسو په بېلابېلو عملیاتو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په پوځي عملیاتو کې د لسګونو وسله والو مخالفینو د وژلو او نیولو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کي راغلي، چي دغه عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کونړ، ننګرهار، کاپیسا، بغلان، کندهار، هلمند، لوګر، غزني، خوست او هرات ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا شوي، چې ۱۵ وسله وال مخالفین په کې وژل شوي او ۵۵ نور نیول شوي دي.

ویل شوي، چې په دغو عملیاتو کې څلور تنه نور وسله وال مخالفین ټپيان شوي هم دي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement