پوسټ کوډ ۴۶۵۱۱
نیټه خپرول: شنبه ۳ مرغومی ۱۳۹۰ ۱۸:۳۵

کونړ: د طالبانو یوه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه

د کونړ چارواکې وايي، چې په دې ولایت کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ یوه افغاني ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوې ده.

د کونړ والي سید فضل الله وحیدي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه ۹ کسیزه ډله د قوماندان عبید په مشرۍ د افغان دولت د سولې له بهیر سره یو ځای شوې ده.

د ښاغلي وحیدي په خبره، چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ دې ډلې په خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړه کوله.

قومندان عبید او ملګري یې له افغان حکومت څخه د کار روزګار غوښتنه کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement