پوسټ کوډ 46501
نیټه خپرول: شنبه 3 مرغومی 139012:40

د پاکستان لوی درستیز د صدراعظم ګیلاني څرګندونې رد کړې

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني د صدراعظم ګیلاني د څرګندونو په ځواب کې وویل چې پوځ د واک د ترلاسه کولو په لټه کې نه دی او په دې باب اوازې د دې لپاره خپرېږي چې پام د هیواد له اصلي مسایلو په بله واوړي.

کیاني، بې له دې چې په خپل بیان کې د صدراعظم ګیلاني نوم واخلي، ویلي چې پوځ په هیواد کې د ولسواکۍ او انتخابي پروسې ملاتړ کوي او په راتلونکي وخت کې به یې هم وکړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې له لوري نن په یوه خبرپاڼه کې د کیاني له قوله ویل شوي چې د پوځ له لوري پر واک د خېټې اچولو اوازې ناسمې دي.

پرون د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني د پاکستان د پوځ له لوري د کودتا هڅو ته په اشارې وویل چې دوی د ولس منتخیب استازي دي او که د ولس حقونه خوندي نه کړای شي نو بیا په پارلمان کې د پاتې کېدو حق ځان ته نه ورکوي.

ګیلاني، چې پارلمان ته وینا کوله، وویل : د ولسي منتخیب حکومت د ختمولو لپاره بیلابېلې دسیې او سازشونه روان دي.” داسې سازشونه روان دي چې د منتخیب حکومت ټغر راونغاړي،موږ ته ولس رایه راکړې ده او زموږ دنده د ولس خدمت دی که موږ دا کار نشو کولای نو بیا پکار ده چې نور په پارلمان کې پاتې نشو.موږ به د ولس د حقونو ساتنه هغه که په حکومت کې یو او یا هم له حکومته بهر یو هرومرو کوو.»

خو د پاکستان د لوی درستیز له خوا ټینګار شوی چې په دې برخه کې اوازې د دې لپاره خپرېږي چې د هیواد له اصلي مسایلو پام په بله واړول شي.


له تېرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې داسې خبرونه راځي چې ګنې د لانجمن لیک په اړه د حکومت او پوځ ترمینځ کړکېچ برقرار دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement