پوسټ کوډ ۴۶۴۷۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱ مرغومی ۱۳۹۰ ۰۹:۵۶

د کندهار تاریخي اثار د نه پاملرنې له کبله له خطر سره مخامخ دي

يوشمير کسان د مثال په تو?ه د افغانستان د موسس احمد شاه بابا د مقبر? يادونه کوي او وايي دولت په تيرو لسو کلونو ک? نه يواز? دا چ? دغه مقبر? ته پاملرنه نه ده ک??، بلک? په شاوخوا ک? ي? د کثافاتو د اچولو مخه هم نه ده نيول?.

تاند - د کندهار ولایت یوشمیر اوسیدونکي او فرهنګپال اندیښمن دي، وايي که په دغه ولایت کې د دولت له لوري تاریخي آبداتو ته سمه پاملرنه ونه سي کیدای سي ځیني تاریخي اثار او ابدې له منځه ولاړې سي.

د دوی په وینا که څه هم په تیرو کلونو کې ځینی تاریخي عابدات د دولت له لوری رغول سوی، خو یوشمیر مهم تاریخي آبدات په ډیر بد حالت کې دي.

کندهار چې د هیواد له مهمو تاریخي ښارونو څخه دی د چهل زینې، د احمد شاه بابا مقبره، احمد شاهي کلا، میرهزار جامعه او د میرویس نیکه زیارت په شان مهم لرغوني اثار پکې دي.

فرهنګپال وايي په تیرو څو کلونو کې دولت یوازې د میرهزار جامعه او چهل زینې او یوشمیر نور رغولي، خو ګڼو تاریخي آبداتو ته لکه څنګه چې ښايي پاملرنه نه ده سوې.

یوشمیر کسان د مثال په توګه د افغانستان د موسس احمد شاه بابا د مقبرې یادونه کوي او وايي دولت په تیرو لسو کلونو کې نه یوازې دا چې دغه مقبرې ته پاملرنه نه ده کړې، بلکې په شاوخوا کې یې د کثافاتو د اچولو مخه هم نه ده نیولې.

احمد ولي د کندهار ولایت یو تن اوسیدونکی له دې کسانو څخه دی، دی تاریخي آبداتو ته د نه پاملرنې په برخه کې د دولت ترڅنګ عام خلګ هم پړ بولي او وايي، ګڼ شمیر عام خلګ د تاریخي آبداتو په ارزښت د نه پوهېدو لامله د یادو تاریخي ځایونو په ښه ساتنه کې خپل رول په سمه توګه نه ادا کوي.

پر دې سربیره ځیني کسان بیا دا اندیښنه هم لري چې د تاریخي آبداتو د رغولو پرمهال به ښايي د آبداتو تاریخي ارزښت ته پاملرنه ونه سي.

دغه کسان وايي چې په تیرو وختونو کې د ځینو تاریخي ځایونو د رغولو پرمهال د هغوی تاریخي ارزښت تر یوه حده د منځه تللی.

عبدالله د کندهار پوهنتون زده کوونکی له دی ډول نظر لرونکو څخه دی، دی وایی که چېری تاریخي آبدات د مسلکی کسانو لخوا ورغول سی او پرهغوی د دولت له لوری څارنه وسی، نو په وینا یی چې ده دی ډول ستونزو مخه به نیول سوی وی.

بلخوا ځینی فرهنګپال بیا دولت د تاریخي اثارو په ساتنه کې هم پاتی بولی او وایی چې د همدی لامله یوشمیر تاریخي اثار بهرنیو هیوادونو ته قاچاق سوی.

دغه کسان وایی د همدی لامله د کندهار موزیم هم د تاریخي اثارو له پلوه چندانی غنی نه دی او ډیری اثار یی په تیرو وختونو کې ورک یا پلورل سوی.

محمد نبی د کندهار پوهنتون بل تن زده کوونکی وایی، که چېری دولت په تیرو وختونو کې د تاریخي اثارو د ساتنې هڅه کړې وای، د کندهار موزیم به اوس یو غنی موزیم وای.

د تاریخي آبداتو او اثارو په اړه د خلګو اندېښنې مو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د ریاست له یوه چارواکي عزیز احمد عزیز سره شریکې کړې او ور څخه ومو پوښتل چې ولي تراوسه د یاد ریاست لخوا ډیر شمیر تاریخي آبداتو ته پاملرنه نه ده سوې. نوموړی وايي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هغومره بودیجه چې ټوله تاریخي آبدات په ورغوي نه لری او اوس د اطلاعاتو او کلتور او ښار سازۍ ریاستونو په ګډه په دې اړه پر یوه پلان کار پیل کړی څو له مرکزي دولت څخه بودیجه ترلاسه او په لومړي سر کې ځینی مهم تاریخي آبدات ورغوي.

نوموړي دا هم وویل چې دوی د مسلکی کسانو د کمښت سره مخامخ دي، خو په وینا یې چې په تیرو وختونو او په راتلونکي کې به هم هڅه وکړي څو تاریخي آبدات د مسلکی کسانو لخوا ورغوي.

نوموړي دا خبره رد کړه چې ګڼی د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا تاریخي اثارو او موزیم ته پاملرنه نه کیږي.

ده وویل چې د یاد ریاست او امنتی ادارو لخوا په ګډه هڅه سوې او یوشمیر اثار و بهر ته له قاچاق څخه راګرځول سوي او دغه موزیم د نوموړي په وینا اوس د شاوخوا درې نیم سوو تاریخي اثارو درلودونکی دی.

د فرهنګپالو په وینا چې تاریخي آبدات د یوې سیمې تیر تاریخ ثابتوي او تاریخي اثار بیا د تیرو زمانو د وګړو د کړو وړو او ژوند ډول بیانوي.

د یادونې وړ ده چې د يادو آبدو ترڅنګ د کندهار زوړ ښار چې د ارزښت له مخې ٢٣٠٠ کلن تاريخي قدامت لري، دمګړۍ يې يوازې د خاورو يوه غونډۍ پاتې ده او اوس یې د زورواكو له خوا د لاندې كېدو وېره سته. که څه هم څه موده وړاندی پر یاد ښار د یوه دیوال د راګرځولو ژمنه سوې وه، خو د فرهنګپالو په وینا چې تراوسه دغه کار نه دی سوی.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement