پوسټ کوډ ۴۶۴۷۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱ مرغومی ۱۳۹۰ ۰۹:۲۲

په لښکرګاه کې د ښاروالۍ د شورا یو غړی ووژل شو

په هلمند کې د ښاروالۍ د شورا غړی عبدالصمد تیره شپه په خپل کورکې
د نامالومو وسلوالو کسانو له لوري ووژل شو.

نوموړي څه باندې شپږ میاشتې وړاندې د ښاروالۍ د شورا لپاره د لښکري بازار د سیمي د خلکو له لوري د وکیل په توګه ټاکل شوي وو.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي وایي، عبدالصمد ته څو ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو ګواښ کړی وو، چې دنده پریږدي کنه وژل کیږي.

تر اوسه د ده د قتل پړه چا په غاړه نه ده اخیستی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement