پوسټ کوډ ۴۶۴۴۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۲:۰۰

د بریتانیا صدراعظم په کندهار کې له خپلو پوځیانو سره وکتل

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون نن/ سې شنبه/ ناببره افغانستان ته راغی او په کندهار ولایت کې یې د ناټو له پوځیانو سره وکتل.

د کندهار هوايي ډګر د افغانستان په جنوب کې د ناټو تر ټولو لویه اډه ده.

د بریتانیا رسنیو وویل چې ټاکل شوې وه ډیویډ کامرون په هلمند ولایت کې د بریتانوي پوځیانو اصلي اډې(باسټن کمپ) ته لاړ شي خو د هوا د خرابوالي له کبله د ده الوتکه مجبوره شوه چې د هلمند پر ځای د کندهار په هوايي ډګر کې کښېني.

د بریتانیا په نهه نیم زره سرتېرو کې تقریباً نهه نوي فیصده په هلمند ولایت کې دېره دي.خو د دغه هیواد د الوتکو یو ټولی د کندهار په هوايي ډګر کې ځای پرځای دی.

ډیویډ کامرون په کندهار کې د ناټو له پوځیانو سره په کتنه کې په دې ټینګار وکړ چې بریتانوي پوځیان به د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

دا په داسي حال کې ده چې پرون د بریتانیا دفاع وزیر فلیپ همانډ د خپل هیواد د پارلمان غړیو ته وویل چې لا نه شي ویلی چې بریتانوي پوځیان به کله له افغانستانه ووځي.

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د کندهار په هوايي ډګر کې وویل چې د خپل حکومت په کابینه کې به د وسله والو ځواکونو د اړوندو مسایلو د څېړلو لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي.

ده وویل:«دا کمېټه به د راتلونکي کال په لومړیو کې لومړنۍ غونډه وکړي او د هغې د جوړېدا اصلي هدف دا دی چې د وسله والو ځواکونو د ملاتړ لپاره د بېلابېلو دولتي ادارو ترمنځ همږغي رامنځته شي.»

د اکثرو لوېدیځو هیوادونو چارواکي لکه دفاع وزیران، صدراعظمان، لوی درستیزان او یا ولسمشران عموماً د نوي کال او کریسمیس په مهال افغانستان ته سفر کوي څو خپلو پوځیانو ته روحیه ورکړي او ورته ووايي چې د خپل هیواد د مشرانو له یاده نه دي وتلي.

په تېرو لسو کلونو کې تراوسه پوري د بریتانیا ۳۹۰ پوځیان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement