پوسټ کوډ ۴۶۴۱۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۰ ۲۰:۴۳

ناټو ځواکونو یو ځل بیا د کرزي غوښتنه رد کړه

دافغانستان حکومت وايي چې په دغه هیواد کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن د پکتیا ولایت له مخدرو موادو سره د مبارزې د ريیس پر کور د ناټو ځواکونو د حملې په خاطر د افغانستان له خلکو او حکومته بخښنه وغوښته.

د شنبې په ورځ د ناټو ځواکونو په نامالومو دلایلو په ګردېز ښار کې د پکتیا ولایت د مخدرو موادو سره د مبارزې د ريیس حفیظ الله پر کور چاپه ووهله، د هغه اومیندواره خور یې ووژله، د کورنۍ دوه غړي یې ټپیان کړل او دی په خپله یې له دوو زامنو سره یوځای ونیوه.

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم نړیوالو ځواکونو افغان دولتي مقامات نیولي، وژلي او یا ټپیان کړي خو وروسته یې ساده بخښنه غوښتې او د خپل جنایت د دلایلو په اړه یې نه څه ویلي او نه څوک محکوم کړي دي.

ډېر خلک وايي چې د ناټو ځواکونه عموماً عام بې ګناه خلک وژني او وروسته ادعا کوي چې وسله وال طالبان یې وژلي دي.

د پکتیا ولایت د مخدرو موادو د رييس پر کور له حملې سره په یووخت ایساف ادعا کړې وه چې په دې ولایت کې یې د حقاني شبکې یو مهم قومندان نیولی دی.

د ولسمشر کرزي له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جان الن د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې، چې ولسمشر هم حاضر و، ګډون وکړ.ده د پېښې له قربانیانو او د هغوی له خپلوانو سره غمرازي ښکاره کړه، ویې ویل چې د افغانستان له خلکو او حکومته بخښنه غواړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر یووار بیا د افغانانو پر کورونو د ناټو ځواکونو د چاپو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، دا هماغسي چې په وروستۍ دودیزه لویه جرګه کې وویل شول، د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

کرزي له جان الن څخه وغوښتل چې بهرني پوځیان دې له دې وروسته د عملیاتو لپاره د هیڅ افغان کور ته نه ننوځي.

خو په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویندوی نن وویل چې دوی به د افغانستان د ولسمشر له وروستي انتقاد سره سره د شپې عملیاتو ته دوام ورکړي.

د ناټو ویندوی ادعا وکړه چې په دې ډول عملیاتو کې د دوی ځواکونه له افغان پوځیانو سره ګډ کار کوي او په ترڅ کې یې ډېر سخت دریځي وژل کېږي یا نیول کېږي.

ناټو ځواکونو په ځلونو ادعا کړې چې د شپې په ۹۹ فیصده عملیاتو کې یو ډز هم نه کېږي خو افغانان وايي چې په داسي عملیاتو کې تل بې ګناه خلک وژل کېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement