پوسټ کوډ 46374
نیټه خپرول: يکشنبه 27 لیندۍ 139009:58

د نشه یی توکو پروړاندی د مبارزی ریس پر کور خپل سری عملیات شوی

د دغو عملیاتو په نتیجه کی ښاغلی ډاکټر حفیظ الله د نشه یی توکو پر وړاندی د مبازی ریس له خپلو دوه تنو زامنو سره وړل شوی او او د کور یو تن غړې یی چی میرمن ده شهیده شوی او دری تنه نور ټپیان دی
د پکتیا ولایت مقام د غه عمل په کلکو الفاظو غندی او د یوه ریس پر کور برید ته هیڅ ډول توجه نه منې
د ولایت مقام د آیساف ځواکونو له مشر تابه سره په دی اړه جدی خبری کړی او ډیر ژر به نوموړی ریس بیرته د آیساف ځواکونو لخوا خوشی کړای شی
ولایت مقام د پیښی د لا څرنګوالی لپاره پلاوی سیمی ته لیږلۍ او د پیښی نور جزئیات به د پلاوی له موندنو وروسته په ډاګه شی .


د پکتیا ولایت عامه اړیکو مسوول او ویاند

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement