پوسټ کوډ ۴۶۳۱۶
نیټه خپرول:
چهارشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۰
۱۷:۳۶
- 0 څرګندونه
- چاپ
په هرات کې د هوايي ځواک روزنیز مرکز پرانیستل شو

افغان چارواکي وايي، له شاوخوا شلو کلونو وروسته یې په افغانستان کې د هوايي ځواکونو لومړنی روزنیز مرکز پرانستی دی.
د افغانستان د هوايي ځواک قومندان جنرال عبدالوهاب نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه مرکز د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې جوړ او پرانستل شوی چې دا مهال اتیا کسانو پکې د پیلوټۍ زده کړې پيل کړي دي:
″په تیرو دوو میاشتو کې شاوخو لس الوتکې د ځوانو پلیټانو د روزنې لپاره د شینډنډ تعلیمي مرکز ته رسیدلي او دغه مرکز موږ د تیرې شنبې په ورځ پرانسته.″
د جنرال وهاب په وینا دا مهال د امریکا په متحده ایالاتو او متحده عربو اماراتو کې هم شاوخوا سل تنه ځوان پیلوټان تر روزنې لاندې دي.