پوسټ کوډ ۴۶۲۶۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۳:۰۲

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ مشکوک وسله وال نیول شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۲۱ مشکوک کسان نیول شوي دي.

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په تیرو څلوریشتو ساعتونو کې د ګډو عملیاتو پرمهال، په کونړ، ننګرهار، زابل او غزني ولایتونو کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملیاتو پرمهال د ملي اردو ځواکونو زیاته اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement