پوسټ کوډ ۴۶۱۵۱
نیټه خپرول:
دوشنبه ۱۴ لیندۍ ۱۳۹۰
۱۹:۳۳
- 0 څرګندونه
- چاپ
اوباما د پاکستان له ولسمشر سره ټلیفوني خبرې وکړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسشمر بارک اوباما پرون د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغو ۲۴ پاکستاني عسکرو پروژل کیدو خفګان څرګند کړ، چې د ناټو د وروستۍ حملې په نتیجه کې وژل شوي و.
سپینه ماڼۍ وایي، اوباما زرداري ته وویل، چې د دغو عسکرو مړ ینه خواشنیونکې ده، خو هغه حمله چې دوی په کې ووژل شول، قصدي نه وه.
اوباما یوځل بیا د دغې پیښې په اړه د بشپړو تحقیقاتو د ترسره کیدو لپاره په خپلې غوښتنې ټینګار وکړ او د پاکستان ولسمشر ته یې وویل، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې د دواړو هیوادونو امنیت ته ډیرې ګټورې او مهمې دي.
پاکستان د دغې حملې په ځواب کې چې د نومبر په شپږمه وشوه، پریکړه وکړه، چې د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې چې نن پرانستل کیږي، ګډون ونه کړي.
پاکستان همداراز له خپلې خاورې په افغانستان کې دېره بهرنیو ځواکونو ته اکمالاتو رسولولارې تړلې دي.