پوسټ کوډ ۴۶۰۹۴
نیټه خپرول: شنبه ۱۲ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۹:۰۶

په ترکیه کې د افغانستان په اړه کنفرانس پای ته ورسید

په اسټانبول کې د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو غونډه، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف جوړه شوې وه، نن پای ته ورسیدله.

په دې کنفرانس کې ګډونوالو په افغانستان او نورو هیوادونو کې تاوتریخوالی او ترورزم وغنده او ویې ویل، اوس هغه وخت دی، چې جګړو ته د پای ټکی کښېښوول شي.

دا په تیرو څو کلونو کې د دیني عالمانو یوه بې ساري غونډه بلل شوې، چې په کې د اسلام نامتو دیني عالمان لکه، د الازهر پوهنتون مشر، د اسټانبول مفتي او د اسلامي هیوادونو د کنفرانس لپاره د امریکا ځانګړي استازي برخه اخستې وه.

د غونډي په پای کې پریکړه وشوه، چې د دې لړۍ بله غونډه به په افغانستان کې جوړیږي.

سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement