پوسټ کوډ ۴۶۰۴۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۹ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۹:۴۰

هرات: په یوې ترافیکي پېښه کې ۷ تنه وژل شوي

راپورنه وايي، د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په یوې ترافیکي پیښه کې اوه تنه مړه شوي او یو بل ټپی شوی دی.

د هرات د ترافیکو مدیر سمونیار امین الله میهن یار وايي، دا پيښه تیر ماښام شوی او یوه بس موټر له لارۍ سره ټکر کړی.

هغه ازادي راډیو ته وویل، چې مړه شوي او ټپی کس ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ترافیکي پيښو له امله هر کال خلکو ته د اندیښنې وړ مرګ ژوبله رسیږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement