پوسټ کوډ ۴۵۹۸۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۷ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۷:۱۹

افغان ځواکونو ۴ طالب وسله وال وژلي او ۲۲ یې نیولي دي

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د ګډو عملیاتو پرمهال په کاپیسا، کندوز، کندهار، هلمند او ارزګان کې وژل شوي او نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو د لغمان دولت شاهي ولسوالۍ ته نږدې د مهماتو یوه زیرمه کشف او خنثی کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت بیا په جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې په تیرو څلوریشتو ساعتونو کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او ووه نور ژوندي نیول شوي.

وسله والو طالبانو تراوسه د خپلو کسانو په وژلو او نیولو باندې کومه تبصره نه ده کړې.


سرچینه: ازادی رادیو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement