پوسټ کوډ ۴۵۹۷۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۲:۰۰

ایساف ځواکونو دوه تنه طالب قومندانان نیولي دي

په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې تیره ورځ یې د وسله والو طالبانو دوه قومندانان نیولي.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو یوقومندان د هلمند په مارجې ولسوالۍ او بل یې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د ګډو عملیاتو پرمهال ونیول شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو قومندانانو په یادوشویو سیمو کې د دولت او بهرنيو ځواکونو په وړاندې تخریبي فعالیتونه کول او یوه یې د کوکنارو په قاچاق کې هم لاس درلود.

خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان او نړیوالو ځواکونو تیره ورځ په پکتیکا ولایت کې له چاودیدونکو موادو څخه ډکې پنځوس خولۍ،شپږبوتله چاودیدونکي مواد او یو شمیر نور مهمات ترلاسه کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement