پوسټ کوډ ۴۵۸۹۷
نیټه خپرول:
پنج شنبه ۳ لیندۍ ۱۳۹۰
۰۹:۲۵
- 0 څرګندونه
- چاپ
ناټو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو یو مشر نیولی

په افغانستان کې میشت د ناټو په مشرۍ ځواکونه وايي، د افغان ځواکونو سره یې په ګډه د طالبانو یو مشر نیولی دی .
ایساف رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د ولي محمد په نوم دا طالب مشر یې د څلورو تنو نورو سره د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال نیولی .
ایساف په خپله خبر پاڼه کې ویلي چې ولي محمد تازه له پاکستان څخه چېرې چې نوموړي څوکاله پټ و ، د افغانستان جنوب ته راستون شوی و.
خبر پاڼه زیاتوي چې ولې محمد د طالبانو د مشرانو له ډلې څخه دی او د طالبانو د مشرتابه له شورا سره یې نژدې اړیکې درلودې.
د ناټو په وینا نوموړي د ګڼو ځان وژونکیو او نورو بریدونو په تنظیم کې لاس درلود.
ولې محمد تر دې دمخه هم یو وار نیول شوی و خو په ۲۰۰۸ کال کې د کندهار د سرپوزې پر زندان د برید پر مهال له دې زندان څخه په تېښته بریالی شوی وو.
تر اوسه پورې وسلوالو طالبانو د خپل دې مشر د نیولو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.