پوسټ کوډ ۴۵۸۶۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۰ ۱۸:۰۷

له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په باب چې کومې خبرې کیږي، د جرګې مشورې به یې بنسټ وي


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په دودیزه لویه جرګه کې د
ختیځ زون د ولایتونو د خلکو له استازو سره په کتنه کې وویل: له امریکا سره د
ستراتیژیک تړون په باب چې کومې خبرې کیږي، د جرګې مشورې به یې بنسټ وي.

د هېواد جمهوررئیس په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، په دودیزه
لویه جرګه کې د افغانستان د خلکو د ملي وحدت له تمثیل څخه خوښي څرګنده کړه، وې
ویل: دا ځل دغې جرګې ته د افغانستان خلکو د پخوا په پرتله په ډیر د قت سره خپل
استازي رالیږلي و، چې له نیکه مرغه هغوی هم د امریکا په متحده ایالاتو باندې
د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې ښه شرایط کیښودل.

د هېواد جمهوررئیس وویل: له نړیوالو سره د ستراتیژیکو همکاریو په اړه به هیڅ
موضوع دافغانستان دخلکو له مشورې پرته ترسره نه شي. ده، وویل: که چیرته په دې
اړه بیا مشورې ته اړتیا پیدا شي، جرګه به راوغواړو او بیا به د افغانستان خلک
حکومت ته خپله مشوره ورکړي.

د ختیځ زون د ولایتونو د خلکو استازو له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو په
باب جوړه شوې دودیزه لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې ممثله وبلله، وې
ویل:دغې جرګې یو ځل بیا نړیوالو ته دا ثابته کړه چې افغانان په ملي او نړیواله
کچه د تصمیم نیولو توان لري او کولای شي پخپله ډیرې مهمې مسلې حل کړي.

په دغه کتنه کې وینا والو د ختیځ زون په کچه د روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو،
برښنا، سړکونو او د اوبو د بندونو په برخه کې خپلې سیمه ایزې ستونزې بیان او د
دغه زون په اړوندو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان کې یې د بنسټیزو
پروژو د پراختیا غوښتنه وکړه.
حامدکرزي د ختیځ زون د خلکو ستونزې او غوښتنې پرځای وبللې، ډاډ یې څرګند کړ چې
د دوی د ستونزو او غوښتنو هرې برخې ته به په خپل وخت رسیده ګي وشي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement