پوسټ کوډ ۴۵۸۰۰
نیټه خپرول: شنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۰ ۱۲:۰۸

ننګرهار: د ماین چاودنې ۱۰ ماشومان مړه او ټپیان کړل

په ننګرهار کې د ماشومانو د لوبو له یوه میدان سره د سړک د غاړي د یوه بم په چاودونه کې پرون څلور ماشومان مړه او شپږ تنه نور ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي ویلي، ماشومان د څلورو تر یوولس کلونو تر منځ عمرونو کې وو.

دا بم د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې چاودیدلی. تر اوسه چا د پیښې مسوولیت نه دی اخستی، خو وسله والو طالبانو پخوا دا ډول بریدونه تر سره کړي دي او په دې لارو یې بهرني ځواکونه په نښه کړي.

دا ډول بمونه هغه مهال الوزي، چې کوم موتړ ورباندې تیر شي او یا هم پلی کس ورباندې قدم کیږي.

ورته چاودني د ناټو یو عسکر د افغانستان په جنوبي سیمو کې د جمعې په ورځ وواژه. له دې سره په روانه میاشت کې په افغانستان کې د نړیوالو وژل شویو عسکرو شمېر اتلسو ته ورسید.

د روان میلادې کال له پیله تر اوسه پینځه سوه اته بهرني عسکر په افغاسنتان کې وژل شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement