پوسټ کوډ ۴۵۵۸۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۸ مرغومی ۱۳۹۱ ۱۰:۴۸

حامد کرزی د یوه رسمي دری ورځني سفر په موخه واشنګټن ته روان شو

په د? کتنو او مذاکراتو ک? د امنيتي، سياسي او اقتصادي مسؤوليتونو د انتقال ا?وند مسائل، د افغانستان د امنيتي ?واکونو تجهيز او پياو?تيا، د سول? بهير او د افغانستان او امريکا تر من? د امنيتي موافقتنام? په ا?ه خبر?، اصلي محورونه دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن له غرمې مخکې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د امریکا پایتخت واشنګټن ته روان شو.

په دې سفر کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د امریکا له جمهور رئیس بارک اوباما او د هغه هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره په جلا جلا ډول کتنې او خبرې اترې وکړي.

په دې کتنو او مذاکراتو کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسؤولیتونو د انتقال اړوند مسائل، د افغانستان د امنیتي ځواکونو تجهیز او پیاوړتیا، د سولې بهیر او د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي موافقتنامې په اړه خبرې، اصلي محورونه دي.

دغه راز په پام کې ده چې حامد کرزی به په دې سفر کې د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت د لوی رئیس اسدالله خالد چې د امریکا په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، پوښتنه وکړي.
د هېواد له جمهور رئیس سره په دې سفر کې، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین ربانی، د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال د کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم ملتیا کوي.



برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement