پوسټ کوډ ۴۵۵۰۸
نیټه خپرول: شنبه ۱ تله ۱۳۹۱ ۱۲:۰۰

جمهور رئیس حامد کرزي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وکتل

مل?رو ملتونو سرمنشي له ن?يوالو ?واکونو ?خه افغان ?واکونو ته د مسؤوليتونو د انتقال په ا?ه وويل چ? افغانستان د انتقال د پروس? له مهم پ?او نه د ت?ر?دو په حال ک? دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پرون له غرمې وروسته د ملګرو
ملتونو د سازمان له سرمنشي ښاغلي بانکي مون سره وکتل.

په دې کتنه کې چې ددغه سازمان په مقر کې تر سره شوه، دواړو لوریو په هېواد کې
د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال د پروسې، راتلونکو انتخاباتو، د سولې او مصالحې د بهیر او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ماموریت د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسؤولیتونو د انتقال په اړه وویل چې افغانستان د انتقال د پروسې له مهم پړاو نه د تېرېدو په حال کې دی.

دغه راز بانکي مون هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د ښاغلي صلاح الدین رباني تر مشرۍ لاندې د سولې عالي شورا هڅې بریالې شي.

په دې کتنه کې چې د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني هم ګډون کړی و، د ملګرو ملتونو له سرمنشي نه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره باید د طالبانو د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د سازمان له تور لېست نه وایستل شي.

دغه راز د هېواد جمهور رئیس له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ملګرو
ملتونو د سازمان د ماموریت موضوع مهمه وبلله، ویې ویل چې په دې اړه باید دواړه
خواوې یوه ګډ تفاهم ته ورسیږي.

همدا راز نن غرمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په
نیویارک ښار کې په خپل استوګنځي کې د پاکستان د ملي عوامي ګوند له مشر
اسفندیار ولي خان سره وکتل او د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه یې خبرې
اترې وکړې.#

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement