پوسټ کوډ ۴۵۲۵۶
نیټه خپرول: شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۰ ۰۹:۵۸

جرمني له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو مهال ویش لایحه خپره کړه


د جرمني چارواکو د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو د مهال ویش لایحه وړاندې کړه. د دې مهال ویش له مخې به د ۲۰۱۲ م کال په پیل کې د جرمني سرتیرو لسمه برخه له افغانستان څخه ووځي.

د دې مهال ویش له مخې څلورنیم سوه جرمني سرتیري د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې له افغانستان څخه وځي او ۱۲ میاشتې وروسته به ۵۰۰ نور جرمني سرتیري افغانستان پریږدي.

دا مهال جرمني په افغانستان کې پنځه زره درې نیم سوه سرتیري لري، چې د دې دوو دورو په پای ته رسیدو سره به یې شمیر څلور زره او څلور سوو سرتیرو ته راکم شي.

سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement