پوسټ کوډ ۴۵۱۶۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۲ لړم ۱۳۹۰ ۱۸:۵۱

د استانبول په کنفرانس کې د چین رول له پخوا سره ډېر فرق درلود

چین پرون د یوه خپلواک، باثبات او د بهرنیو له لاسوهنې ازاد افغانستان غوښتنه وکړه. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دیپلوماتانو د چین دا نوی دریځ د افغانستان په راتلونکي کې له فعال رول لوبولو سره د چین نښه تعبیر کړه.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر لیو ژیمین پرون د استانبول په کنفرانس کې پر نړیوالې ټولنې ږغ وکړ چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او افغانان باید په خپل هیواد کې د ملي پخلاینې په پروسه کې په خپله دخیل واوسي.

ده وویل:«نړیواله ټولنه باید د افغانانو له لوري د افغانستان د اداره کېدو ملاتړ وکړي.موږ باید د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړو، پکار ده چې د افغانستان د حکومت او خلکو دې حق ته احترام ولرو چې د خپل هیواد چارې په خپله پر مخ بوځي.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چین تر دې مخکې د افغانستان له سیاسي مسایلو سره چندان کار نه دی لرلی او د دې پرځای یې ډېر تمرکز د افغانستان په بډایو طبیعي سرچینو کې د ملیاردونو ډالره پانګونې ته کړی دی.

خو جګپوړي لوېدیځ دیپلوماتان وايي چې په استانبول کې د چین دریځ یو مثبت بدلون دی چې د افغانستان د سیاست او امنیت لور ته اوړي.د دوی په وینا چین تر دې مخکې په افغانستان کې دې ته انتظار ایست چې څه پېښېږي.

یوه جګپوړي دیپلومات وویل:«د دوی لپاره د (افغانستان) راتلونکې پالیسي ضمني وه، دوی د دې پرځای انتظار ایست چې څه کېږي.»

دیپلوماتانو وویل چې د لومړي ځل لپاره چینایانو د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو په کنفرانس کې د پرېکړه لیک د مسودې په برابرولو کې فعاله ونډه واخیسته.

یوه بل لوېدیځ دیپلومات وویل:«چینایانو دا ځل زغردې خبرې کولې او د مسودې د برابرولو په وخت یې څو مسلې راپورته کړې. موږ ته حتی تر هغو چې چینايي پلاوی رارسېده د مسودې د وروستۍ طرحې د پیلولو اجازه رانه کړای شوه .»

یوه بل دیپلومات وویل تر دې پخوا به د افغانستان ګاونډیان په دا ډول غونډو کې غلي ول، خو دا ځل دوی مخکې مخکې کېدل.

ده همداراز وویل:«چینایان د لومړي ځل لپاره ډېر جامع او رغنده ول، تر بل هر وخت یې زیاتې خبرې کولې.»

رویټرز خبري اژانس وايي ټولو هغو دیپلوماتانو چې په دې اړه له دغه اژانس سره خبرې کړي، نه غوښتل چې نومونه یې واخیستل شي.

په استانبول کې یوه چینايی دیپلومات هم دغه اژانس ته د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي چې د استانبول د کنفرانس پرېکړه لیک د سیمې د هیوادونو په سلامشوره جوړ شو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement