پوسټ کوډ ۴۵۰۸۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۹ لړم ۱۳۹۰ ۱۲:۲۳

حامد کرزی نن د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د استانبول د سیمه ییزو همکاریو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته روان شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن له غرمې مخکې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د استانبول د سیمه ییزو همکاریو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته روان شو.

د هېواد جمهور رئیس به د افغانستان په اړه د استانبول په کنفرانس کې چې د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړشوی دی، د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه وینا وکړي.
همدا راز حامد کرزی به د سې شنبې په ورځ د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه شپږمه غونډه کې چې د سیمه ییزو سیاسي، امنیتي او انکشافي همکاریو د پراختیا په باب به په کې خبرې اترې وشي، ګډون وکړي .

دغه راز حامد کرزی به د استانبول په کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د ترکیې له ولسمشر عبدالله ګل او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره هم وګوري.


له جمهور رئیس حامدکرزي سره ترکیې ته په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، دملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ، دکورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، د کانونو وزیر وحیدالله شهراني، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین جاوید لودین، لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم او د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضی ملګرتیا کوي .

سرچینه: د رئیس جمهور د ویاند دفتر

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement