پوسټ کوډ ۴۴۸۷۲
نیټه خپرول: شنبه ۲ تله ۱۳۹۰ ۱۲:۰۰

پاکستان: افغان او امریکايي پوځیان د ملا فضل الله په نیولو کې پاتې راغلي

د پاکستان پوځ وايي، چې د دوی له مکررو غوښتنو سره سره، امریکايي او افغان پوځيان د سوات د طالبانو د یوه مشر ملا فضل الله د فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلل.

ملا فضل الله د پولې دواړو غاړو ته د وسله والو حملو په تنظیمولو تورن دی، چې د مخنیوي لپاره یې د پاکستان د پوځ په وینا، د دې هیواد د امنیتي ادارو لږترلږه سل تنه کارکونکي وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند نن وویل، چې ستونزه په خپل ځای پاتې ده او ملا فضل الله او د هغه پلویان یو وار بیا سوات ته د ننوتلو هڅه کوي.
سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement