پوسټ کوډ ۴۴۷۴۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۹ تله ۱۳۹۰ ۱۸:۰۸

د خلیلزاد زوی د امریکا پر حکومت اعتراض کړی چې ولې د افغانستان د د تېلو قرارداد ورنه کړای شو

په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد شخصي شرکت د خپل هیواد پر حکومت نیوکي کړي او ویلي یې دي چې د امریکايي چارواکو د بې غورۍ له کبله په افغانستان کې د تېلو د استخراج تړون له دوی سره لاسلیک نه شو.

د افغانستان د کانونو وزارت د هیواد په شمال کې د تېلو د استخراج موافقه له یوې چینايي کمپنۍ سره په ښو شرایطو کړې خو د خلیلزاد په زوی پوري اړوندې کمپنۍ تر چینايي شرکت په ټیټو شرایطو د دې معاملې غوښتنه لرله.

د فران پالیسي د خپرونې له راپور سره سم د خلیلزاد زوی الکساندر بنارد، د امریکا پر حکومت، په تېره بیا پر پینتاګون یا دفاع وزارت انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې دوی د امریکا د ملي ګټو خلاف کار کړی او د افغانستان حکومت یې نه دی هڅولی چې د تېلو د راایستلو قرارداد له یوې لوېدیځې کمپنۍ سره لاسلیک کړي.

د خلیلزاد شرکت، چې ګرفین کپیټل پارټنرز (Gryphon Capital Partners) نومېږي، په بریتانیا کې د تیتیز(Tethys) پټرولیم کمپنۍ په استازیتوب د افغانستان د شمال د تېلو د استخراجولو غوښتنه کړې وه.

سره له دې چې د تېلو دا حوزه، چې ۸۰ ملیون بېرل اټکل شوې، چنداني لویه منبع نه ده خو دې ته په پام سره چې په نړۍ کې د تېلو بیه لوړه شوې، ښه معامله وه او د ورځې ترې یوولس زره بېرله تېل استخراجېدای شي.
د بریتانیا تیتیزپیترولیم غوښتل چې زلمي خلیلزاد ته زیاتې پیسې ورکړي څو هغه په افغانستان کې له خپل نفوذه په استفادې سره قراداد خپل کاندي، خو داسي ونه شول.

د اقتصادي خبرونو د ویبپاڼې بلومبرګ د راپور له مخې د چین ملي شرکت به په یوه اوونۍ کې د افغانستان د کانونو له وزارت سره وروستی تړون لاسلیک کړي.

د فارن پالیسي نشریې له لیکنې سره سم د زلمي خلیلزاد اته ویشت کلن زوی الکساندر بنارد په دوو جلا تبصرو کې، چې د فارن پالیسي او نشنل ریفیو په ویبپاڼو کې خپرې شوي په دې اړه څرګندونې کړي دي.

د بلومبرګ د راپور پراساس چینايي شرکت، چې ټاکل شوې ده، د افغانستان د شمال د تېلو د استخراج تړون لاسلیک کړي، موافقه کړې چې د افغانستان حکومت ته د تېلو پنځلس فیصده ونډه او دېرش فیصده مالیه ورکړي او د تېلو د تصفیه کولو لپاره یو چاڼځای هم جوړ کړي.



یوه اتریشي شرکت، چې په داوطلبۍ کې یې دوهم ځای خپل کړی و، د افغانستان حکومت ته د لس فیصده ونډې د ورکولو لپاره تیاري ښوولې وه خو بریتانوي شرکت، چې له ښاغلي خلیلزاد سره همکاري لري، تر دې د کمې ونډې د ورکولو وړاندیز کړی و.



د بریتانوي شرکت رييس ډیویډ رابسن د اپریل په میاشت کې ویلي و چې د دې قرارداد لپاره په مزایدې کې د شفافیت ملاتړ کوي خو د بلومبرګ ویبپاڼې د راپور له مخې وروسته له دې چې چینايي شرکت د داوطلبۍ ګټونکی اعلان شو، د بریتانیا د تیتیز پیترولیم شرکت یوه ویندوی وویل چې دوی هومره پیسې افغانستان ته وړاندیز نه کړای شوې چې د چین د تېلو ملي شرکت وکړې.

ده همداراز ویلي، چینايي شرکت، چې د چین په حکومت پوري تړلی، داسي شرایط وړاندې کړي چې له اقتصادي پلوه د یوې کمپنۍ لپاره واره داره نه دي.

د خلیلزاد زوی په نشنل ریفیو کې لیکلي :«د چین د تېلو ملي شرکت څرنګه په داسي یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه کې د قرارداد ګټونکی شو چې امریکا پکې زیات نفوذ لري.د دې یو دلیل دا دی چې د امریکا دفاع وزارت، چې ځواکونه یې په افغانستان کې د سوداګرۍ او ثبات په احیا کولو بوخت دي، داسي کار وکړ چې د لوېدیځو شرکتونو په ځای چین له دې معاملې ګټه واخیسته.»

د فارن پالیسي له راپور سره سم د امریکا د دوو ګوندونو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ د نظر له اختلافاتو سره سره د الکساندر بنارد تبصرې کېدای شي د ولسمشربارک اوباما حکومت ته د جمهوري غوښتونکو له لوري یو بل ګوزار وي.

بنارد په یوه برېښنالیک کې ویلي چې دی اوس دا غوښتنه نه کوي چې د افغانستان حکومت دې خپله پرېکړه بدله کړي، خو هیله لري چې په اینده کې ښې پرېکړې وشي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement