پوسټ کوډ ۴۴۷۰۵
نیټه خپرول: شنبه ۱۶ تله ۱۳۹۰ ۱۴:۵۷

افعان حکومت او نړېوال په افغانستان کې د امنیت په راوستو کې پاتې راغلي

افغان ولسمشر حامد کرزي پرون ویلي افغان حکومت او ناټو دواړه په دې کې پاتې راغلي چې افغانانو امنیت برابر کړي.

په کابل کې له بي. بي. سي سره په یوه مرکه ولسمشر کرزي ویلي:

″موږ افغانانو ته د امنیت په برابرولو کې سخت پاتې راغلي یو او په دې پاتې راتلو کې د افغان حکومت سره سره زموږ نړیوال متحدین هم را سره شریک دي.″

ولسمشر کرزي په دې مرکه کې یو وار بیا پر ډې ټینګار کړی، څو چې په ګاونډي هیواد پاکستان کې د طالبانو پوځي اډې وي، په افغانستان کې طالبانو ماتول ستونزمن دي.

ولسمشر کرزي همدا راز ویلي، چې دی له طالبانو سره خبرې په یو مخیزه توګه نه ردوي، خو دا ډول خبرې یوازې هغه مهال ممکنې دي، چې وسله وال طالبان خپل استازی ونوموي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement