پوسټ کوډ ۴۴۶۶۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۳ تله ۱۳۹۰ ۱۳:۲۱

تخار: په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو پرضد مظاهره وشوه

په سلګونو کسانو نن د تخار په مرکز تالقان کې د هغه څه پر ضد مظاهره وکړه چې دوی یې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه بولي.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي، مظاهر کوونکو یو پریکړه لیک هم خپور کړ، چې په هغې کې د پاکستان استخابارات د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني او په دې وروستیو کې د نورو دولتي چارواکو په وژنې کې په لاس لرلو تورن شوي او له ملګرو ملتونو یې په دې اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې تیره ورځ وویل، په کابل کې د پاکستان سفارت ورته ویلي، چې هیواد یې د برهان الدین رباني د وژنې په دوسیې کې هیڅ ډول همکاري نه شي کولای.

پخوا تردې د ملي امنیت ادارې چې د پاکستان استخبارات په دې وژنې کې په لاس لرلو تورنوي، د پيښې په اړه یې اسناد د پاکستان سفارت ته سپارلي و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement