پوسټ کوډ ۴۴۶۲۶
نیټه خپرول:
يکشنبه ۱۰ تله ۱۳۹۰
۱۳:۱۰
- 0 څرګندونه
- چاپ
په کابل کې د پاکستان د مداخلو پر ضد مظاهره وشوه

په کابل ښار کې سلګونو تنو نن سهار په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو پرضد مظاهره وکړه.
دا مظاهره د افغانستان د ملي مشارک د جبهې تنظیم شوې وه، مظاهره کوونکي په شهرنو پارک کې سره را ټول د پاکستان پرضد یي شعارونه ورکول او د ملګروملتونو د دفتر پر وړاندې یې خپل پریکړه لیک هم ولوست.
دوي په افغانستان کې د روانو نا امنیو او د سولې د عالي شورا د رییس استاد رباني د وژنې په ګډون د دولتي او قومي مشرانو د زنځیره وژنو مسوول د پاکستان استخباراتي شبکه وبلله.
د دوي په پریکړه لیک کې راغلي وو، چې ملګري ملتونه، ناټو، امریکا او د نړۍ نور هېوادونه دې ژر په افغانستان کې د پاکستان د روانو مداخلو مخه ونیسي.
دوي دغه راز غوښتنه وکړه، چې پر پاکستان دې فشار واچول شي تر څو د دې هېواد پر ختیځو سیمو خپل راکټي بریدونه بند کړي.
سرچینه: ازادی رادیو