پوسټ کوډ 44427
نیټه خپرول: يکشنبه 27 وږی 139013:45
- 0 څرګندونه
- چاپ
د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین په ۴ولایتونو پیل شو

د ګوزڼ ناروغۍ پرضد د پوليو د واکسين د ملي ورځې او د کولمو د چينجي د درملنې په مقصد پرون د هېواد د ختيځ په څلورو ولايتونو کې درې ورځنى کمپاين پيل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریيس ډاکټر بازمحمدشېرزاد وايي چې په دې کمپاين کې به د ختيځو ولایاتو ٧٧١٠٠٠ تر ٥ کلونو کم عمره کوچنيانو ته د ٥٢٠٠ رضا کارانو او ډاکټرانو له خوا واکسين ورکړل شي.
ښاغلي شيرزاد له ولسي خلکو غوښتنه وکړه چې د پوليو واکسين له تطبيقوونکو روغتيايي ډلوسره دې همکاري وکړي.
د روغتيايې چارواکو د معلوماتو له مخې په ټول هيواد کې د پوليو ٢٣ مثبتي پېښې موندل شوي چې لس يې په کندهار، نهه په هلمند، درې په فراه او يوه په چاريکار کې وه.