پوسټ کوډ ۴۴۳۲۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۶ وږی ۱۳۹۰ ۱۴:۰۲

ښوونځي له ۶ کالو تړل کېدو وروسته بېرته پرانستل شول

 د تړل شويو ښوونځيو د بياپرانيستو په لړ كې د کندهار په ولايت كې دری ښوونځي بيا پرانيستل شوي او شاوخوا ۶۵۰ نورو ماشومانو ته هم د زده كړې زمينه برابره شوه.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت له دې امله د خپل لوى خداى له درباره مشكور دى چې د معززو علماى كرامو، قومي مخورو او خپل علم پاله ولس په مرسته او ملاتړ وتوانيدلو څو د کندهار ولايت په ژیړۍ ولسوالۍ كې د پیر محمد کاکړ، نوروزی او شهید عبدالمجید ابتدائيه ښوونځیيو وار بيا پرانيزي.

په ياده شوې ولسوالي كې دغه ښوونځي ۶ كاله وړاندې د نا امنيو له امله تړل شوي وو چې له امله يې د نوموړي ولسوالي ماشومان له زده كړې بې برخې شوي وو چې اوس مهال ۶۵۰ تنه زده كوونكي په زده كړه بوخت دي.


د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت په داسې حال كې چې د لوى څښتن په بې سارې مرسته يې د وطن بچيانو ته دغه لوى چوپړ او لاسته راوړنه په برخه شوې ده د افغانستان ټول علم پال ولس ته مباركي وايي، اوله ټولو علمي، فرهنګي، علماءكرامو او افغانستان له شريفو خلكو، چې د پوهنې د متوازن او سرتاسري نظام د ودې په لاره كې يې نه ستړې كيدونكې منډې كړې، منندوى دى، او په دې لاره كې ورته د لوى خداى له درباره لابرياوې او مزيد اجر غواړي. 



برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement